‏د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل لمر شرکت سره د سربو او جستو د پروسس فابریکې جوړولو هوکړه‌‌لیک لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده فابریکه په درېیو پړاوونو کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړېږي، چې د ورځې تر ۵۰۰۰ ټنو تولیدي ظرفیت به ولري.

وزارت زیاته کړې، چې یاد شرکت به د انرژۍ د تامین لپاره حرارتي برښنا جوړوي او د خامو توکو لپاره به د ډبرو سکرو پر کان هم پانګونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version