د ازموینو عمومي ادارې ویاند، ناصرخان شېرزي رسنیو ته ویلي، چې نن (پنجشنبه) د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینو لومړی پړاو پیل شو.
ښاغلي شېرزي زیاته کړې، چې یادو ولایتونو کې میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، اروزګان، غور او د بدخشان پنځه حوزې فیض اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان شامل دي.
د نوموړي په وینا، کانکور ازموینو لومړي پړاو کې به ۵۰ زره کسان ګډون وکړي.
