محمد فیصل

واخان دهلیز د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې پروت دی چې جوړول یې د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد ژور اغیز پریباسي.

واخان دهلیز ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې افغانستان له چین سره نښلوي.

افغانستان اوس مهال له چین سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او تمه ده چې راتلونکي کې به دغه اړیکې نورې هم نږدې شي.

چین د نړۍ په کچه دویم ستر قوت دی. له چین سره مثبت او ګټور تعامل کولی شي د افغانستان وضعیت بدل کړي.

چین او افغانستان د سوداګرۍ مستقیمه لاره نه لري او صادرات او واردات د ګاونډیو هیوادونو له لارې کوي.

تیر کال د دواړو هیوادونو تر منځ شاوخوا یو میلیارد ډالرسوداګري شوې چې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه په کې لوړه وه.

افغانستان اوس وخت کې له بل هر هیواد څخه ډیر له چین سره سوداګري کوي.

افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې هم له چین سره سوداګري کوي، خو ډیره سوداګري یې د پاکستان له لارې ده.

افغان سوداګر چینایي توکي د پاکستان بندرونو ته لیږدوي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته راوړل کیږي.

د پاکستان له لارې له چین سره د افغانستان سوداګري ځینې مهال له ستونزو سره مخ وي او بله مهمه موضوع د واټن هم ده.

که چیرې افغانستان د واخان له لارې له چین سره وصل شي، نو د پاکستان له لارې به د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې حل شي او هم به د افغان سواګرو مالونه ژر او په لږ وخت کې افغانستان ته راورسیږي.

راپورونه وایي چې افغان حکومت د واخان دهلیز په جوړولو کار پیل کړی دی.

څو ورځې وړاندې ټولنیزو شبکو کې یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت واخان دهلیز کې د روان کار څخه لیدنه کوي.

د واخان دهلیز له لارې له چین سره د افغانستان نښلول به د افغانستان په سوداګرۍ کې لوی بدلون راولي.

واخان دهلیز د افغانستان له پاره د پاکستان د بندرونو ښه بدیل کیدی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version