د افغان حکومت مرستیال ویاند، حمد الله فطرت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۱۳۰.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ۵۶۲ بېلا بېلې پروژې منظورې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د ازادې داوطلبۍ له لارې د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ سپما شوي او زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
ښاغلی فطرت زیاتوي، چې د ولایتونو متوازنې پراختیا او د هېوادوالو اړتیاوو ته په کتو مهمو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
