پاکستاني طالبانو نن (جمعه) د پاکستان ګلګت-بلتستان ایالت تورګبر سیمه کې د دغه هېواد د پوځي رژیم د استخباراتي ادارې د کارکوونکو پر موټر برید کړی.

ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې یاد موټر بشپړ له منځه وړل شوی او پکې سپاره استخباراتي کارکوونکي هلاک شوي دي.

سرچینې په دې برید کې د هلاک شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو د روان ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې د پاکستاني رژیم پر ضد بریدونه زیات کړي او وخت ناوخت له خیبر پښتونخوا ورهاخوا په سند، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې هم عملیات کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version