امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د طالب سرتیرو د بوختیاوو او هیلو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.ورځپاڼه وایي، یو شمېر طالبان د اوونۍ پای د ښار په پارکونو کې تېروي. ځینې په لویو سکرینونو د کرکټ لوبې ګوري. نور شمېر یې په فیسبوک کې سیلفي تصویرونه خپروي او یا په لویدیځ کې لیکل شوي د ځان جوړونې کتابونه لولي.دغه راز، یو شمېر نور طالبان د انګلیسي په زدکړه بوخت دي.پنځوس کلن عبدالرحمن رحماني چې د امارت په تېره دوره کې یې د کابل په نیولو کې ونډه درلوده وایي، هیله لرم چې کابل به یوه ورځ له دوبۍ سره برابر وي.دوبۍ د متحده عربي اماراتو ستر سوداګریز ښار دی.رحماني واشنګټن پوسټ ته ویلي، کله چې افغانستان کې اقتصادي ستونزې حل شي، نو لوی بدلون به راشي.ورځپاڼې ته یو شمېر مجاهدینو ویلي چې د ښار په پرتله یې کلیوالي ژوند خوښیږي، خو په لرو پرتو سیمو کې د بریښنا نه موجودیت او نورو ستونزو هلته ژوند سخت کړی دی.ځینې مجاهدین هیله لري چې په کلیو کې به دغه ستونزې حل او عصري اسانتیاوې به رامنځته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version