د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د جګړې له پیل څخه د یوې اونۍ په تېرېدو سره د انرژۍ نړیوال بازارونه له سخت ټکان سره مخ شوي دي.
راپور زیاتوي چې دا وضعیت د ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د انرژۍ په بازارونو کې له تر ټولو جدي ګډوډیو څخه ګڼل کېږي او اغېزې یې د نړۍ پر اقتصاد هم خپرېږي.
د راپور له مخې، د روانو ترینګلتیاوو له امله د تېلو او ډیزلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي. سربېره پر دې، په امریکا کې د حکومت لپاره د رهن (ګروۍ) نرخونه او د پور اخیستلو لګښتونه هم زیات شوي دي.
د یادې امریکايي رسنۍ په وینا، دا اقتصادي فشارونه ښايي د ټرمپ د حکومت اقتصادي لومړیتوبونه له جدي ننګونو سره مخ کړي.
