د انادولو اژانس د راپور له مخې، ایران د فبروري له ۲۸مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر اوو عربي هېوادونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له لارې ۳۰۹۵ بریدونه ترسره کړي دي.
په راپور کې راغلي، دغه بریدونه د سیمې په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي او په کې د توغندیو او ډرونونو له لارې بېلابېل هدفونه په نښه شوي دي. تر اوسه د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او احتمالي تلفاتو په اړه بشپړ جزئیات نه دي ترلاسه شوي.
