د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا یکشنبه د ( لړم ۲۰) خبر ورکړی چې، له پاکستان سره په پرته سرحدي سیمه سراوان کې د وسله والو په برید کې د دې هیواد لږ تر لږه پنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د بسیج ملیشه غړي و چې ټول یې بلوڅان و. دا پیښه د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version