د سعودي عربستان د پوځ مشر فیاض بن حامد الرویلي د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰) تهران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره یې لیدلی دي.

د ایران دولتي‌ خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې فیاض الرویلي د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز محمد باقري سره لیدلي او «دواړو چارواکو د دفاعي ډیپلوماسۍ په زیاتولو او دوه اړخیزو همکاریو په ډیرولو» خبرې کړې.

باقري د نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان د دفاع له وزیر سره په خبرو کې ویلي وو چې تهران چمتو دی له ریاض سره خپل پوځي روابط ښه کړي.

د یادونې وړ ده چې تهران او ریاض د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب د یو ترلاسه شوي توافق په اساس خپلې اړیکې له اوږد ځنډ وروسته بېرته پیل کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version