د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدین حقاني، هېواد کې د وروستۍ باراني څپې د پيل او سېلابونو پر مهال ولايتي مسؤلينو ته د خلکو د خونديتوب په اړه سپارښتنې کړي.
ښاغلي حقاني ټولو واليانو، امنیه قومندانانو، ولسوالانو او د ولسوالیو امنیه قومندانانو ته سپارښتنه کړې، چې د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي همدا راز ټينګار کړی، چې مسؤلين دې د خپلو سېمو د خلکو له وضعیت څخه شېبه په شېبه ځانونو باخبر ساتي او د سېلابونو له خطر څخه د هېوادوالو د خوندېتوب په پار دې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
ياده دې وي، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو سېلابونو مالي او ځني زيانونه اړولي دي.
