ليکوال: عبدالله زاهد
د نړۍ کفارو، استخباراتو همېش هڅه کړې چې د افغانانو ذهن سازي وکړي؛ د افغان حکومت مخالف يې ودروي او د دوی منځ کې نفاق جوړ کړي چې بيا به دوی خپل شومو اهدافو ته په آسانۍ سره ځان رسوي؛ دغه داعش خراسان او شمالي ټلواله هم د نړۍ د استخباراتي لوبو څخه يوه لوبه ده.
د اشغال په جريان کې چې سپېڅلو اتلانو مبارزه کوله هم په ډېرو رنګارنګ پلانونو سره نړۍ او استخباراتو يې هڅه وکړه چې د طالبانو منځ کې اختلافات پيدا کړي؛ چې د دې لپاره يې له خپلو پاکستاني ګوډاګيانو (آی ايس آی ISI) څخه په کار اخيستني ډېر کوښښ وکړ؛ اما د طالبانو اطاعت، يووالی او د يو هدف چې يواځې مستقيمه لار چې د اسلام ده، پرې په ټينګ عزم سره د درېدو په وجه د نړۍ استخبارات ناکامه سوه.
له کله نه چې د افغانستان اسلامي امارت واکمن سوی بيا ځلي امريکا پاکستان ته پروژه سپارلې تر څو د طالبانو مخالف ډلې و روزي او مرسته يې وکړي؛ پاکستان هم د آی ايس آی او داعش خراسان روزلو ته کار ويلی، پاکستان کې ورته په ډېره بې شرمي او د نړيوالو قوانينو خلاف تبليغ شروع دی؛ تر څو د داعش او شمالي ټلوالې ډلو ته خلک جذب کړي.
څو ورځې مخکې يوه ويډيو راووتل چې د شمالي ټلوالې د يوه قوماندان وه؛ شايد تاجکستان يا کوم بل ملک کې يې ويډيو کړې وي او د تبليغاتو لپاره يې پورته کړې وه؛ ويل يې چې موږ پنجشير کې يو چې بالکل له حقيقت څخه ليري او صرف تبليغات وه؛ ځکه ويډيو ايډيټ سوې وه او له ورايه معلومېده ځکه د هغه قوماندان يو غوږ هم ايډيټينګ کې له منځه تللی وو خو ډېرو پاکستاني ويبسايټونو او ټويټر کې دغه دروغجنه ويډيو پورته سوې وه، تبليغات ورته سوي وه.
دا ويډيو مې د پاکستاني پوځ يوه ټويټر اکونټ او د جان اڅکزي په اکونټ کې هم وليده چې ورته يې خوندور لفظونه هم ليکلي وه، په ډيرې بې شرمۍ او منافقت سره يې د شمالي ټلوالې لپاره دعوت کړی وو.
ولسه! دښمن مو يو نه دی، بلکې اکثريت نړۍ د غرب غلامه او زموږ دښمنان دي، په هر ډول چې وي دوی تبليغات کوي، زموږ مقابل به پلانونه جوړوي، نفاق او بد بيني به منځته راوړي، تعصب به خپروي خو پام چې پرې خطاء نه سې! ځکه د دوی هدف يواځې بيا د افغان وينې تويولو ته لاره جوړول دي؛ دغه امن، امنيت او خپلواکي يې پر افغانانو نه ده پېرزو، ځکه زموږ وطن کې امن او خپلواکي د دوی ګټې په خطر کې اچولي؛ د دوی دکانداري درېدلې.
هر کله چې د کومې ډلې طرف کوې نو ياد لره چې د اسلام او وطن په ترازو کې يې تله! که دواړو کې صحيح وه بيا يې ملاتړ کولای سې اما که يوه کې هم صحيح نه وي نو بيا بايد ترې ځان وګورې او يواځې يې د اسلام او وطن په شعارونو مه تېروځه.
دغه دوې ډلې د داعش خراسان او شمالي ټلوالې په نامه چې جوړې سوي، راځئ چې د اسلام او وطن په ترازو يې وتلو چې څه ترې جوړېږي!
اول داعش خراسان «ISIS-K»: داعش خراسان چې د اسلامي خلافت شعارونه زمزمه کوي خو کردار يې څه دی؟
په نړۍ کې اکثريت نظامونه ډيموکرات، ديکتاتوري يا هم کمونيست دي چې له هغې جملې څخه د ګوتو په شمار به داسي هېوادونه پيدا سي لکه ايران چې تر ډېره يې نظام کې اسلامي اصول داخل کړي يا هم افغانستان چې يو اسلامي نظام دی او تر ډېره پر اسلامي اصولو روان دی، حنفي فقه، قرآن و حدیث يې د نظام اصل او حدود پکي جاري دي؛ خو داعش خراسان له ټولې نړۍ څخه راتيرېږي او راځي د افغانستان د اسلامي نظام مقابل جنګېږي؟ له پاکستان څخه را اوړي افغانستان ته او د اسلامي نظام مقابل جنګېږي، ايا اسلام داسي وايي چې ته د يوه اسلامي نظام مقابل و جنګېږه؟ دي هم اکثريت پاکستانيان، روزل کېږي هم هلته خو راځي د جګړې لپاره افغانستان ته.
بل که تاسو له ۲۰۱۴ څخه د داعش تاريخ مطالعه کړئ نو هر ځای دوی د مسلمانانو او مجاهدينو مقابل جنګېدلي؛ لکه د القاعده مقابل، د طالبانو مقابل او هر ځای کې چې دوی جنګېږي هدف يې مجاهدين او مسلمانان وي؛ دا ځکه دوی صرف په نامه د مسلمانانو دي نور ټول پلانونه د نړۍ د استخباراتو عملي کوي چې په دوی سره کفري او ډيموکراتيک نړۍ غواړي مجاهدين کمزوري او ورک کړي.
بل دغه داعش خراسان صرف په نامه د داعش خراسان دي نور ټول د پاکستان آی ايس آی ده او غواړي دلته خپل پلانونه پرې عملي کړي؛ داعش خراسان هم د خپل ډېرښت ثابتولو په خاطر ږغ نه کوي چې دا ټول آی ايس آی دي او بل ټول مشران د داعش د غرب له استخباراتو سره لاس لري او همېش ورسره په تماس کې دي.
کوم وحشتونه چې دوی له مسلمانانو سره کوي، هغه ته په کتو فيصله وکړه! دغه ډله د داعش خراسان تر ډېره يې هدف هم ايران او شيعه دی ځکه د ايران او عربستان و يهودو تر منځ دښمني له ډېره وخته ده، دوی دلته سيمه کې د داعش ډېرښت ته کار ويلی تر څو تر ايرانه ځان و رسوي او د يهودو اهداف سيمه کې پوره کړي.
نو د داعش خراسان کردار ته په کتو فيصله وکړئ چې شعار د اسلام زمزمه کوي اما پروژې او کردار يې د غرب او يهودو د پروژو عملي کول، د اسلام مخالف دي؛ وطن خو بيخي مني نه اما بيرته د هر رنګه ډيموکرات او کفارو سره اړيکې هم ساتي لکه خپله د شمالي ټلوالې سره چې له څه مودې څخه په پاکستان کې د آی ايس آی په دفترونو کې سره غونډې کوي او سره يو سوي. يو يواځې اسلام زمزمه کوي او بله ډله بيا يواځې پنجشير و ژب پرستي و تعصب ته کار کوي اما دواړه پر يوه آخور اوبېږي.
دوهم شمالي ټلواله: که لږ تاريخ مطالعه کړو نو شمالي ټلواله او د مشرانو لاسونه يې د بې ګناه افغانانو په وينه سره دي. زرګونه عوام يې د پښتون، تاجک، ازبک او په نورو تعصبي او سيمه ييز لفظونو سره شهيدان کړي، همېش يې ولس کې دراز د خپلې څوکۍ لپاره جوړ کړی وي.
د بن کانفرانس کې يې د څو غلامو پښتنو سره يو ځای ټوله افغانستان خرڅ کړ. پښتو دې نه مني، اسلام او اسلامي اصول دې نه مني، حتا جغرافيه دې هم نه مني، افغانستان دې نه مني خو بيا هم د وطن دروغجن شعارونه زمزمه کوي.
همېش يې پر پښتون د پاکستان د غلام ټاپه وهلې خو همدا اوس د دوی روزنه پاکستان کې کېږي؛ د داعش خراسان سره يې هم لاس يو کړی او تسليحاتي و مالي مرستې د يو و بل کوي ايا دغه فتنه د متحد افغانستان په شعار کې دروغجنه نه ده؟ ايا دا همغه شمالي ټلواله نه ده چې بغير له لنډغري او بدمعاشۍ څخه يې بل کار نه وو؟
ځکه وايم چې ولسه بيداره اوسه!
د دغو پروژيانو په خبرو خطاوځه مه! ځکه دغه ډلې يواځې د نړۍ د استخباراتي لوبو نانځکې دي؛ دوی يواځې غواړي د افغانانو په وينو تجارت وکړي. نه اسلام او نه هم وطن ته وفاداره دي؛ د خپل نظام تر شاه په کلکه ودرېږه! تر څو همدا سولييز او اسلامي ماحول همداسي بر قراره او ورځ تر بلې پرمختګ کې و اوسو.
د اسلامي نظام او اباد افغانستان په هيله!
پای
۱ څرگندون
د كابل حاكمانو با خبر!!
پنجاب خپل وروستي کوښښ کوي چه د چترال له لاري د پنجشیر-بدخشان او نورستان ولایتونه نا امنه کړي او داعش ته لاره هواره کړي ترڅو افغانستان څخه د جنګ میدان جوړ کړي!
دغه يي وخت ده چه د پنجشیر د لرو پرتو سیمو ته اوسیدونکو ته وویل شي چه خپلي سیمي لڼډمهاله خوشي کړي او بازارک ته دي کډه شي او هلته دي ورته خیمي ⛺️ ولګول شي…
او د رد الفساد پنامه قوی عملیات پيل کړي چه صرف او صرف د غرني هاوان څخه کار واخلي چه نور مرمي مو هم ضایع نکړي!
بیا دی دا د لڼډغز ځامن ځانونه تيڼګ کړي