په وروستیو ورځو کې د جیفري اپسټین کیسه، د هغه بدنام ټاپو او هغه حیوان صفته میلمستیاوې چې د لوېدیځو هېوادونو د مشرانو او د سترو نړۍوالو شرکتونو د څښتنانو په ګډون جوړېدلې، د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکی ګرځېدلی او ډېر پټ حقیقتونه یې بربنډ کړي دي.

هغه څه چې په دې بدرنګه او شرموونکې موضوع کې د ټولو پام ور اوړي، د بشري حقونو د مدعیانو، د اخلاقي نظام د سقوط څرګند او نه انکارېدونکی انځور دی. همدې کسانو همېشه د کامرو مخې ته د انسانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو د دفاع دعوې کړې او ټټر یې وهلی، خو هغه څه چې تر شا او په پټه ترسره کوي یا یې مرتکب کېږي، نړۍ یې حیرانه او سخته اغېزمنه کړې ده. دا پېښه یوازې یوه عادي او د پټېدو وړ موضوع نه ده، بلکې د لوېدیځ انسان د حیواني خویونو څېره او د هغه د درنده روح څرګندونه ده؛ هغه روح چې هېڅ اصل او ارزښت ته پابند نه دی.

که څه هم د جیفري اپسټین له هغه مشکوک او مرموز قتل څخه چې د همدې تورونو له امله زندان ته اچول شوی و، څو کاله تېر شوي دي؛ خو په وروستیو ورځو کې د هغه له شیطاني ټاپو څخه میلیونونه مستند فایلونه، چې بېلابېلې نړیوالې څېرې پکې ښکارېږي، په رسنیو کې خپاره او عام شوي دي. دې اسنادو او شواهدو د بیدارو انسانانو وجدانونه خدشه دار او احساسات یې ور ټپي کړي دي. هر انسان له دین او عقیدې پرته، د دې پېښې پر وړاندې غبرګون ښودلی او په کلکه یې غندلې ده.

له دې سره سره، د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې تښتېدلي مخالفین او د غرب په مینه مست کسان، له دې ټولو څرګندو او تائیدوونکو اسنادو سره سره، چې دا ناوړه او غیراخلاقي فساد ثابتوي، بیا هم پر خپل غرب‌پال تمایل ټینګار کوي. هغه شرموونکي کارونه چې د لوېدیځ وحشي مشرانو په خورا بې‌ پروایۍ ترسره کړي، هڅه کوي یا یې اسلام او مسلمانانو ته منسوب کړي او یا په خاموشۍ پرده پرې واچوي. آن تر دې چې ځینې دا هیله څرګندوي چې کاش دا ډول د شرم وړ کړنې د کوم مسلمان له لوري شوې وای او یا په کوم اسلامي هېواد کې رامنځته شوې وای، ترڅو دوی ته د تبلیغ او تور لګولو لپاره یو لاسوند په لاس ورغلی او بیا یې له امله د مسلمانانو او اسلامي حکومت پر ضد توندې خبرې کړې او خپل ستوني را پړسولي وای.

که څه هم الله تعالی په دې برخه کې هغوی ناکام او شرمولي دي، خو بیا هم ځینې کسان له خپل غوښتونکي تعصب او فکري انحراف څخه لاس نه اخلي او هڅه کوي دا موضوع هم په یو ډول له اسلام او مسلمانانو سره وتړي. یو څوک څنګه تر دې کچې پست کېدلی شي چې نه پوهېږي له کومه ځایه یې خوري او په کوم ځای باندې ګذار کوي. په داسې یوه پېښه کې چې په نړیواله کچه غندل شوې او هر څوک پوهېږي چې اصلي عاملان او تنظیموونکي یې څوک دي، بیا هم تښتېدلي مخالفین هڅه کوي د دې ړنګو کنډوالو له منځه د ځان لپاره د دلیل او برهان ماڼۍ جوړه کړي.

د بېلګې په توګه، حلیم فدایي ویلي: «د غربي ټولنې یوه مثبته ځانګړنه دا ده چې منافقت نه کوي. که زموږ له ټولنې د منافقت پرده پورته شي، ډېر کسان به د اپسټین ریکارډ مات کړي.» همدارنګه وحید فقیري په رشخند سره ویلي دي: «توبه! که جیفري اپسټین مسلمان وای!»

دا کسان چې د خپلو غربي او فاسدو بادارانو په ډوډۍ او اوبو را لوی شوي دي، هېڅکله په خپل ذهن کې دا نه شي زغملای، یا نه غواړي ومني چې د نړۍ د ډېرو اخلاقي مفاسدو اصلي سرچینه هماغه د دوی خپل مشران او باداران دي. کېدای شي پوهېږي به، خو نه غواړي ویې ومني؛ له همدې امله هڅه کوي غربي هېوادونو ته سپین رنګ ورکړي او داسې وښيي چې ګواکې همدا هېوادونه د اخلاقو او تمدن په ډګر کې مخکښان دي، برعکس د دوی په نظر اسلامي هېوادونه لا د غرب له سلو یوې برخې ته هم نه دي رسېدلي.

خو کله چې د واقعیت نړۍ ته را ستانه شو، د انصاف او عدالت تله په منځ کې کېږدو، دې پایلې ته رسېږو چې همدا لوېدیځ او کفري هېوادونه دي چې د انساني عزت، کرامت، د تمدن او اخلاقو ساتنې بوی یې هم تر پوزو نه دی رسېدلی، د ظاهري خبرو او پټو کړنو تر منځ یې په کیلومترونو واټن موجود دی.

بالمقابل اسلام یو بشپړ او هر اړخیز دین دی، ټول احکام یې له وحي څخه په سرچینه اخیستو، د بشر د اخلاقي او انساني هویت ساتنه کوي. اسلام له هر هغه څه څخه چې سالم فطرت ترې کرکه لري، منع کړې ده او لارې یې پرې بندې کړې دي. هغه لوېدیځې ټولنې چې نن د زوال په لور روانې دي او له ډېرو اخلاقي ارزښتونو خالي شوې دي، د عزت او نېکمرغۍ یوازینۍ لاره یوازې د اسلام په غېږ کې لټولی شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version