د جمهوریت له نسکورېدو راهیسې تر ننه پورې د جنګ سالارانو، زړو او تکراري څېرو له لوري یو په بل پسې ګڼ ائتلافونه جوړ شوي دي، د دې جوړښتونو موخه دا وه چې دا تیت‌ او پرک، لانجمن او بدنام کسان تر یوه چتر لاندې راټول شي؛ خو دا موخه تر دې چې یو عملي حقیقت وي، تر ډېره د یوه نه رښتیا کېدونکي خیال بڼه لري.

هو! نویو ائتلافونو او تازه سیاسي جوړښتونو نه یوازې دا څېرې سره یو موټی کړې نه دي، بلکې برعکس یې د هغوی ترمنځ اختلافات، سیالۍ او شخړې لا ژورې کړې دي. وضعیت تر دې بریده رسېدلی چې نن سبا د همدې څېرو یو شمېر یې له پرله‌ پسې ناکامیو ستړي او نا هیلي شوي دي، د یو بل ائتلاف د اعلان جرأت او توان هم نه لري.

له دې هر څه سره سره، لا هم ځینې کسان شته چې د دې ائتلافونو په اړه خوش‌ بیني ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د ائتلافونو او ګوندونو زیاتوالی، په خپله د افغانستان د اوسني نظام د مخالفینو، د ژورې ناتوانۍ ښکاره نښه ده، خو بیا یې هم دا کم‌ رنګه او بې‌ اغېزې رول حیاتي بولي. د بېلګې په توګه فوزیې کوفي په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا ناکاره او پر بهرنیو کړیو متکي څېرې د افغانستان د قضیې له اصلي اړخونو څخه بللې وې.

د حیرانتیا وړ ټکی دا دی چې همدا ښځې د شل کلن جمهوریت په ټوله موده کې، له خپلو ډېرو وړو او بنسټیزو حقونو هم بې‌برخې پاتې شوې. یوازې د هغه وخت د واکمنو سیاستوالو د ناوړه اهدافو د پر مخ وړلو لپاره د سیاسي وسیلو په توګه کارول کېدې او بل هېڅ راز کار نه ترې اخیستل کېده.

څه موده وړاندې محمد محقق چې د دغو تش په نوم ائتلافونو له مخکښو څېرو څخه شمېرل کېږي، په ایران هېواد کې وویل، چې د افغانستان حکومت باید د ښځو د استازو او مدني ټولنو پر ځای له «سیاسي مشرانو» یعنې له هماغو جګړه‌ مارو مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

په اصل کې هغه څه چې نن د ائتلاف، جبهې یا سیاسي بهیر تر نومونو لاندې وړاندې کېږي، تر دې چې یو منسجم او راتلونکې ته پام لرونکی پروګرام له ځان سره ولېږدوي، د هماغو زړو، ناکامو او ورستو جوړښتونو بیا راژوندي کول دي؛ هغه جوړښتونه چې افغانستان یې د جمهوریت په شلو کلونو کې بې وزلۍ، فساد او بدمرغۍ ته ور ټېل وهلی و.

له شک پرته، هغه څېرې چې سیاسي مخینه یې له ماتې، فساد، هېواد پلورنې، شخصي ګټو او پر بهرنیو ځواکونو له تکیې ډکه ده، نشي کولای یوازې د نومونو او شعارونو په بدلولو سره خپل له لاسه وتلی مشروعیت بېرته ترلاسه کړي. ځکه د افغانستان ټولنې لا هم د تاریخ د دې بدنامو څېرو دردونه، زخمونه او تریخ یادونه نه دي هېر کړي.

یو څه چې ډیر ښکاره او داسې حقیقت دی چې انکار نشي ترې کېدلی، هغه دا چې ژورو خپل منځي اختلافاتو، شخصي رقابتونو او د امتیاز غوښتنې روحيې، دا ائتلافونه له منځه خوړلي او وراسته کړي دي. په هر نوي بهیر کې د یووالي پر ځای، نوي او لا ژور درزونه رامنځته کېږي. دا واقعیت په ډاګه کوي چې اصلي ستونزه د هغو ځان‌ غوښتونکو مشرانو په ذهنیت او فکر کې ده، کوم چې لا هم ځان د افغانستان د سیاست محور او اصلي لوبغاړي ګڼي.

په پایله کې ویلی شو چې د فوزیې کوفي په څېر د ځینو څېرو ټینګار چې د دې ډلو کم‌ رنګه رول هم «حیاتي» ګڼي، د دې پر ځای چې د ولس د ګټو دفاع وي، تر ډېره د خپلې شخصي سیاسي سرمایې د ژوندۍ ساتلو هڅه ښکاري.

د هغو کسانو له لوري د ښځو او مدني ټولنې د نوم یادونه چې د جمهوریت په شلو کلونو کې یې د ښځو په حقونو عملي باور نه درلوده، له سیاسي او ابزاري استفادې پرته بله معنیٰ نه لري. دې ډول چلند د خلکو بې‌ باوري د دې جریانونو پر وړاندې لا پسې ژوره او دوه چنده کړې ده.

سره له دې ټولو واقعیتونو، ځینې لا هم د دې ډلو پر حیاتي رول ټینګار کوي؛ حال دا چې دا ډول اصرار او ټینګار، یوازې د دې لیدلوري بې‌ بنسټي او د ولس له واقعي غوښتنو څخه د هغوی ژور واټن څرګندوي. د دې ناکامو مهرو پر ارزښت ټینګار، د خلکو د خیر پر ځای یوازې هغو بدنامو جریانونو ته ظاهري مشروعیت وربښي چې په عمل کې یې د افغانستان ولس ته له فساد، بې‌ ثباتۍ او تباهۍ پرته بل څه نه دي راوړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version