د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یمن کې یې خپل نظامي حضور پای ته رسولی.

ویل شوي، د اماراتو پوځي ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کې له یمنه ایستل شوي وو او تر اوسه یوازې د «ترهګرۍ ضد ځانګړي ټیمونه» هلته پاتې وو، چې اوس یې د ایستلو پرېکړه شوې ده.

عربي متحده اماراتو ویلي، چې دغه پرېکړه یې د نویو ارزونو له مخې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب په پار کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان نن سهار متحده عربي اماراتو ته ۲۴ ساعته ضرب‌الاجل وټاکه، څو خپل پوځیان له یمنه وباسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version