الجزيرې ټلويزيون خبر ورکړې چې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار غزه کې د جګړې د پای او اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چې د اوربند لپاره یې ورته کړی و.
الجزیره زياتوي، چې حماس د اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز په کلکه رد کړی، چې د فلسطین خاوره په کې بایلل کیږي.
بلخوا بيا حماس په خپله ویبپاڼه ليکلي چې، غزه کې د اوربند لپاره د اشغالګرو اسرائیلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حماس شرطونه له پامه غورځول شوي.
بيانيه زياتوي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اشغالګر اسرائیل د غزې له خاورې په بشپړه توګه ووځي.
بیانیه کې همدا رنګه زیاته شوې، حماس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره کلک هوډ او دریځ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لارو چارو موندلو لپاره قطر کې دواړه خواوې د خبرو مېز ته کېنولې.