د افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسیون وايي، “‏په تېره اداره کې د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین، په قطر کې د افغانستان سفیر او د جمهوري ریاست د دفتر رئیس فیض الله کاکړ خپل هېواد ته راستون شو.”

خبرپاڼه زیاتوي، فيض الله کاکړ د تماس کمېسیون سره د اړيکې له لارې له متحده عربي اماراتو څخه هېواد ته راستون شوی.”

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له حاکميت را وروسته د پخواني حکومت سلګونه چارواکي او کارکوونکي د یاد کمېسيون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version