د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د یمن وسله والو ځواکونو “سره سمندرګي” او “هند سمندر” کې دوه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړي او ویشتلې یې دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپاره کړي ویډیو پیغام کې د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې، چې دواړو بېړیو ته یې زیات زیان رسولی دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې په نښه شوې بېړۍ پوځي وې او د هغو دوه کښتیو ساتنه یې کوله، چې اسرائیلو ته روانې وې.

یحیی سریع زیاته کړې ده: ” دا بریدونه په غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو او په یمن د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو په غچ کې ترسره شوي دي.

“جنرال یحیی سریع یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې پر غزې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو تر پای ته رسېدو په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او بحرین سمندر کې د دښمن پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

دغه دوه امریکایي کښتۍ داسې مهال په نښه کېږي، چې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر هغه کښتۍ د یمني ځواکونو لخوا په نښه شوي، چې اسرائیلو ته مرستې وړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version