نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د لسګونو هېوادونو پر وګړو د سفرونو د سختو بندیزونو او محدودیتونو لګولو پر سر غور کوي او که دغه طرحه پلې شي د افغانانو په ګډون به د لسو نورو هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو څخه منع شي.

د سرچينې په وينا، د ټرمپ اداره د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفرونو پر بندیزونو غور کوي.

د سرچینه زیاتوي، دغه ګام د ټرمپ د لومړۍ دورې د کډوالۍ بندیزونو په پرتله یو څه محدود دی؛ خو لا یې هم د پراخېدو شونتیا لیدل کېږي او په وينا یې دغه پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده؛ خو د امریکا د حکومت له لوري یوه مسوده چمتو شوې چې پکې هېوادونه په درېیونوملړونو وېشل شوي دي.

د دې نوملړونو له ډلې یې په سور نوملړ کې ۱۱ هېوادونه شامل دي، چې وګړي یې د امریکا خاورې ته له ننوتو منع شوي دي په دغو هېوادونو کې افغانستان، ایران، بوتان، کوبا، لېبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان سوریه، ونزویلا او یمن شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version