د ايران د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد محرمو امنیتي معلوماتو ته د پخواني ولسمشر جوبایډن لاسرسی بند کړی دی او هغه ته رسېدونکي ورځني استخباراتي معلومات یې ځنډولي.

ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنيزې شبکې تروث سوشيال کې دغه راز ویلي «په بايډن لا په ځوانۍ کې د استخباراتي معلوماتو د ساتلو باور نشوای کېدای اوس خو یې بیخي حافظه کمزورې شوې».

ټرمپ ويلي بايډن په ۲۰۲۱ کال کې ورته پرېکړه زما په حق کې هم کړې وه او له استخباراتي معلوماتو یې محروم کړی وم حال دا چې دا د هر ولسمشر لپاره يو عام امتياز و.

ټرمپ په دې سربېره جو بايډن ته په پېغور شکل ليکلي «جو! ته له دندې ګوښه شوی یې».

ځواب پریږدئ

Exit mobile version