د راپورونو له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ له اوربند وروسته د بندیانو په پنځمه تبادله کې د درې صهیونیستي بندیانو په بدل کې ۱۸۳ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم له زندانونو ازادېږي.

لا معلومه نه‌ده چې د ۱۸۳ کسانو له ډلې چې ټاکل شوې نن ورځ د صهیونیستي رژیم له زندانونو خوشې شي، څومره یې میرمنې او څومره یې نارینه دي، خو د خوشې کېدونکو فلسطینیانو له ډلې ۱۸ تنه په عمري بند محکوم کسان دي.

هاخوا بیا حماس اسلامي غورځنګ منلې چې د شنبې په ورځ به درې صهیونیستي بندیان د اوربند هوکړې له مخې خوشې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version