سيبياېس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سياېناېن، اېماېس ناو او پولیټیکو رسنیو پر خبریالانو د سپینې ماڼۍ د ننوتلو بندیز لګولی او د دغو رسنیو څو خبریالان او د هغوی د کامرو کارکوونکي د شنبې په سهار له سپینې ماڼۍ بېرته ګرځول شوي دي.
سيبياېس نیوز وايي، د اېماېس ناو یوې خبریالې اکایلا ګارډنر او کامرهمېن ته د ننوتلو پر مهال ویل شوي، چې مطبوعاتي کارتونه یې غیر فعال شوي دي. د سياېناېن خبریاله بېټسي کلین او کامرهمېن هم له ننوتلو وروسته بېرته وتلي، په داسې حال کې چې د پولیټیکو خبریاله شاین هزلیټ له ننوتلو منع شوې او مطبوعاتي کارت یې ترې اخیستل شوی دی.
راپور زیاتوي، ټرمپ یوه ورځ مخکې ویلي وو چې سياېناېن، اېماېس ناو او پولیټیکو به له سپینې ماڼۍ منع کړي. نوموړي د دغو رسنیو پر راپورونو نیوکه کړې، خو د بندیز لپاره یې کوم مشخص راپور یا خبر نه دی یاد کړی.
د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې د خبریالانو د مطبوعاتي کارتونو لغوه کېدل د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل له حقونو سره په ټکر کې بللي او د رسنیو د لاسرسي د بېرته بحالېدو غوښتنه یې کړې ده.


