د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې واشنګټن د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمو ته د لاسرسي وړتیا لري، خو په اوس وخت کې د دې اقدام اړتیا نه ویني.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران غني شوي یورانیم تر ځمکې لاندې بند پاتې دي؛ خو واشنګټن یې په دوامداره توګه څاري.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې واشنګټن د ایران د غني شویو یورانیمو د ترلاسه کولو لپاره کوم تړون ته اړتیا نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې که د ایران مشرتابه د یوې معاملې اراده ولري، نو د خبرو امکان شته.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچونو یو وار بیا زور اخیستی او دواړو لوریو پر یوه او بل بریدونه کړي دي.


