نړیوالو رسنیو د سپینې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ پر چینايي توکو وضع شوې ګمرکي تعرفه ۱۰۴ سلنې ته لوړه کړې ده.

د راپور له مخې، پر چینایي توکو د امریکا ۱۰۴ سلنه وضع شوې تعرفه به د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې له ۹مې نېټې څخه پلي شي.

راپورونه کاږي، پر چینایي توکو د امریکا له خوا ګمرکي تعرفې وروسته له هغې لوړې شوې، چې چین د امریکا پر وارداتي توکو د لګول شوې ۳۴ سلنې تعرفې له لرې کولو څخه انکار وکړ.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په دويمه امریکا ته د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر صادراتو د «بالمثل ګمرکي تعرفې» د وضع کولو فرمان لاسليک کړ، چین د امريکا دې نوې تګلارې ته په غبرګون کې پر امریکایي توکو ۳۴ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version