د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو دوه اوونیو کې پرېکړه وکړي چې ایا امریکا به پر ایران بریدونو کې ګډون وکړي که نه.

کارولین لیویټ وویل، ولسمشر به د دې پر بنسټ پرېکړه وکړي چې د خبرو اترو د امکان څومره احتمال وي او زیاته یې کړه، پر ټرمپ باور وکړئ.

نوموړې همداراز تایید کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او په منځني ختیځ‌ کې د ټرمپ استازي سټیو ویتکاف د بریدونو له پیلېدا راهیسې اړیکې لرلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version