ایراني رسنیو ویلي، چې برید جنرال مجید خادمي د سپاه پاسداران د استخباراتي خدماتو د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

فارس خبري اژانس ویلي، چې خادمي تر دې وړاندې د سپاه پاسداران د استخباراتي ساتنې مشر و او تازه د محمد کاظمي ځای ناستی وټاکل شو.

ياده دې وي، چې د سپاه د استخباراتو پخوانی مشر برید جنرال کاظمي او د هغه درې مرستیالان څلور ورځې وړاندې د اسرائیلو په برید کې ووژل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version