د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د امریکا او صهیونیستي رژیم له‌خوا زیانمن شوي اټومي تاسیسات بېرته ورغوي، نو یو ځل بیا به پرې برید وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د هالنډ په هاګ ښار کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال خبریالانو ته کړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند تر ټینګېدو وروسته، ایراني چارواکو د خپلو اټومي تاسیساتو د زیان کچه کمه وښوده او د بیارغونې ژمنې یې وکړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version