Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټولگټو وزارت: د وروستیو سېلابونو له امله د خرابه شوو لارو د پاکولو کار روان دی
    افغانستان

    ټولگټو وزارت: د وروستیو سېلابونو له امله د خرابه شوو لارو د پاکولو کار روان دی

    صابر افغانصابر افغان13 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو وروښتونو او سېلابونو له امله رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي، چې اوس یې د پاکولو چارې روانې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان سربېره په کندوز او سمنگان ولایتونو کې هم د دوی ټیمونه په کار بوخت دي او هغه لویې لارې پاکوي چې د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له امله زیانمنې شوې دي.: «ټولگتو وزارت تل هڅه کوي چې په هر حالت کې د هېوادوالو د سر او مال په خوندي ساتلو او ژغورلو کې نه ستړې کېدونکې همکاري وکړي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په بغلان، غور، سرپل، کاپیسا او سمنگان ولایتونو کې رسوبي مواد د سړک سطحې ته راپورته شوي دي، چې خلک یې د تگ راتگ پر مهال له ترافیکي ستونزو سره مخ کړي دي.

    د خبرپاڼې له مخې، د وروستیو وروښتونو له امله په غور کې د چهارصدې او مرغاب ولسوالیو مسیرونه د لنډمهال لپاره تړل شوي وو، چې اوس یې د پاکولو کار پیل شوی دی.:«همدارنگه د تخار د تخار – کلفگان او تخار – فرخار مسيرونو کې د ورستیو ورښتونو په ترڅ کې غر ښویېدنه را منځ ته شوې وه چې په دغو مسیرونو کې یې ترافیکي خنډونه رامنځ ته کړي وو، چې د حل په موخه یې کار روان دی او دغه راز د نورستان د منډول ولسوالۍ مسیر د غرښویدنې له امله موقتاً بند شوی دی چې د پاکولو چارې یې پیل شوې دي.»

    له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه ورېږي، چې له امله یې زرگونه خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او هم یې سلگونه کیلومتره سړکونه ویجاړ کړي دي.

    مخکینۍ مقالهحقاني: لاپې نه‌وهو، د ټولو امکاناتو سره د سېلاب‌ځپلو لاسنیوی کوو
    راتلونکي مقاله متقي: افغانستان د اقلیمي بدلون په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو تر ټولو ډېر زیان گالي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته تللی

    17 اگست 2026

    جمعه خان فاتح د افغان حکومت ځواکونو ته ځان وسپاره

    17 اگست 2026

    تېره ورځ ۱۰۶۵ مهاجر افغانان هېواد ته راستانه شوي

    17 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 18 اگست 2026

    هند کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د فتحې او خپلواکۍ کلیزه ولمانځل شوه

    په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو کلونو کې…

    اسلام‌ آباد ته د زړو مهرو سفر؛ آیا دا د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي؟

    18 اگست 2026

    د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته تللی

    17 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هند کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د فتحې او خپلواکۍ کلیزه ولمانځل شوه

    18 اگست 2026

    اسلام‌ آباد ته د زړو مهرو سفر؛ آیا دا د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي؟

    18 اگست 2026

    د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته تللی

    17 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،176 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،125 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،244 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.