کله چې په افغانستان کې د طالبانو په لاس جمهوریت وپرځېد او د جمهوري نظام عاملینو له هېواده تېښته وکړه، پخواني جنګ سالاران، ډلې، ټپلې او د ولس قاتلين بهر ته ووتل، له اولې ورځې دوی د خپل فکر، قوم، سمت او نفوذ له مخې سره وپاشل شول. دوی د خپل قومي رسوخ او نفوذ د له لاسه ورکولو له ډاره، هماغسې وړې، وړې خو پاشلې ډلې جوړې کړې.

دوی د فکري، قومي، نفوذي او بهرنیو هېوادونو د ملاتړ له لحاظه خورا متفاوتې تګلارې لري، دوی به همداسې پاشلي وي، که د دوی له جملې څخه يو څوک وغواړي، چې له بل چا سره اتحاد وکړي، نو دا به له خپل قومي رسوخ، نفوذ، فکري جوړښت، شخصي ګټو او په بهر کې له ملاتړ کوونکو خپل لوری بل لور ته اړوي، چې دا ټول له یوه مخې په بل کې مدغم کېدل او خپل ځان له لاسه ورکول دي. دا کار محال دی، ځکه چې په دې کار سره پورتني یاد شوي ټول موارد له لاسه وځي او سیاست‌ مدار یوازې په خالي میدان پاتې کېږي، چې داسې هېڅوک هم نه غواړي.

په شدیدو اختلافاتو، شخصي سیالیو او د خپلو مشرانو ترمنځ پر نفوذ او ملاتړ بوخت خلک، که چیري بېرته تکرارېږي، د یو قوي او متمرکز حکومت توان نه لري. دوی له اوله یو د بل خوړونکي او وژونکي، د امریکایانو په لاس په یوه اداره کې راجمع شول، بیا بېرته سره وپاشل شول، چې لا تر اوسه پورې یې ورځ تر بلې پاشلتیا زیاتېږي. بېرته تکرارول یې د تېر تور تاريخ تکرار دی. دلته د پاشلو ډلو او ټپلو څخه جوړ جمهوري نظام څو مثالونه ستاسې مخې ته ږدو.

“اشرف غني یو سلاکار هم نه شي بدلولی، نو ما به څنګه لرې کړي!؟”
اشرف غني په ٢٠١٨م کې عطامحمد نور د بلخ والي له دندې ګوښه کړ، نو عطانور د هغه د حکم د رد او ځواب لپاره پورتنۍ جمله په پوره جرئت سره وویل او ټینګار یې وکړ، چې یوازې د جمعیت ګوند مشرتابه کولای شي، چې نوموړی له دندې لرې کړي، نه ولسمشر. که حکومت زور وکاروي، نو زه هم له خپلو وسله‌والو سره مقاومت ته چمتو یم او هر ځل ارګ د جمعیت حقونه تر پښو لاندې کوي.

“زه د فرمان له مخې نه یم ټاکل شوی، چې د فرمان له مخې ګوښه شم!”
دا جمله د احمد ضیاء مسعود ځواب دی، هغه هم د اشرف غني له خوا له دندې لرې شو، احمد ضیا مسعود په کابل کې غونډې جوړې کړې او خپلو پلویانو ته یې وویل: چې د حکومت پر ضد مقاومت وکړي، هغه هم د ارګ په فیصله دا ډول غبرګون وښود، شمالي ټلوالې هم د اشرف غني پرېکړه وغندل او دا یې د واک یو اړخیز تمرکز وباله.

په ۲۰۱۹م کال کې، ډاکټر عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او په جار یې ویل، چې اشرف غني د درغلۍ له لارې ګټونکی اعلان شوی. سمدستي يې د ارګ پر وړاندې موازي حکومت اعلان کړ، اشرف غني د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هم‌ مهاله، عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د تحلیف مراسم ترسره کړل، ځان یې ولسمشر وباله او له سپېدار ماڼۍ څخه یې د موازي کابینې د اعلان خبرونه ورکول.

د پاشلو ډلو پر پاشلي نظام باندې نتیجه منتج نه وي، افغانانو د جنګ سالارانو، ټوپکیانو، بانفوذه او بې نفوذه خونخوارانو د حاکمیت دوره تجربه کړل، دا په افغان ولس د یوې ورځې حکومت کولو توان هم نه لري. د بهرنیو اشغالګرو قوتونه په زور جعلي قوتونه ور تلقین شوي وو، د وروستي اشغالګر له وتلو سر سم يې زور او په ولس کې د محبوبيت درجه افشا شوه، له خپل محکوم ولس څخه د تېښتې پر مهال یې جالب ریکارډونه جوړ کړل.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version