افغانستان کې د امريکايي پوهنتون پخواني استاد عبیدالله بهير مخالفو جبهو او تش په نوم جنرالانو ته په اشارې په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې، «ملت له تمرين کولو ستړی شوی خو د سميع سادات او مسعود انقلاب راوستل ورک دي».
ياده دې وي چې، سميع سادات چې ځان ته په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د خيالي جبهې مشر وايي، دوه کاله وړاندې په يوه ويډيو کې ويلي وو چې «سپوټونه وکئ ځانونه محکم کړئ اختر ته درځم وطن ته» د ويډيو له خپرېدو وروسته سادات د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو له پراخ تمسخر سره مخ شو او تر اوسه پورې د «سپوروټونه وکړئ ځانونه محکم کړئ» جمله د رشخند په ډول د خلکو ترمنځ ويل کېږي.