پاکستان؛ هغه هېواد چې له خپل بدمرغه تأسیس او په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د نمایشي او کاذبې خپلواکۍ راهیسې، د اسلامي امت لپاره په ستوني د یوه بند اغزي په څېر او د اسلام په جامه کې د ریښتیني اسلام پر وړاندې مبارزه کوي.

په دې موده کې افغانستان هم د پاکستان له زیان او خار څخه خوندي نه و، د اسلام د دښمنانو د دې پټې ځالې له لوري یې په بېلابېلو وختونو کې سخت کړاوونه او ستونزې لیدلي دي.

هو! د افغانستان د اشغال پر مهال د پاکستان حکومت د اشغالګرو د لارې د خنډونو په لرې کولو کې مهم رول ولوباوه او د دې هېواد د ریښتینو بچیانو په نیولو کې یې له امریکایي اشغال سره هر اړخیزې همکارۍ وکړې.

د پاکستان دغه مغرض او ناوړه چلند د اشغال له ماتې وروسته هم پای ته ونه رسېد، بلکې د افغانستان تر فتحې، د اشغالګرو او د دوی د اشرباړو له شرمېدلو او شړل کېدو وروسته، لا هم دوام لري. د دې هېواد سیاستوال په خپله اعتراف کوي چې پاکستان خپله خاوره په افغانستان د هوایي بریدونو لپاره، څو ځلې د اشغالګرو په واک کې ورکړې.

دا هغه غیر اسلامي او غیر انساني تګلاره ده چې د پاکستان حکومت د افغانستان د ځواکمن او خپلواک حکومت د جوړېدو د مخنیوي لپاره غوره کړی، په دې لاره کې یې هېڅ راز هڅه نده سپمولې.

د پاکستان د مکارانه اقداماتو په لړ کې وروستۍ هڅه په اسلام‌اباد کې د(په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم؛ ننګونې او فرصتونه) تر سرلیک لاندې د یوې غونډې جوړول د یادونې وړ دي.

دا کنفرانس چې اصلي موخه یې د اسلامي امارت په حکومت باندې د فشار راوړل دي، د ښځو د تعلیم له موضوع څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره غواړي د افغانستان پر وړاندې تبلیغاتي کمپاین پیل کړي.

په زړه پورې داده چې دا نمایشي کنفرانس په داسې وخت کې جوړیږي چې د دې نړۍ په یوه کونج(غزه) کې زرګونه مسلمانې ښځې په خپلو وینو کې لمبېږي، خو د مرستې لپاره یې هېڅ اغېزمن غږ نه پورته کیږي.

همدارنګه په وینو لړلي سوډان کې هم هره ورځ سلګونه مسلمانې ښځې شهیدانېږي، ډیر کله ورباندې تېري کیږي؛ خو نه یې د ننګې لپاره کوم کنفرانس جوړ شو او نه هم د دوی د مظلومیت د آواز پورته کولو لپاره کوم خوځښت تر سترګو کیږي.

که د امت نورې ټولې ستونزې حل شوې دي او یوازې د ښځو تعلیم د امت اسلامي یوازینی پاتې ننګونه ده، نو بیا ولې دغه د ښځو د حقونو دروغجن مدافعینو یو ځل هم د هغو خویندو لپاره غږ پورته نه کړ چې په غربي هېوادونو کې یوازې د اسلامي حجاب له امله، له زده کړو محرومې شوې دي، ولې یې د دوی په ننګه تر دې دمه هېڅ راز غونډه جوړه نه کړه؟!

خو د ریښتیا خبره دا ده چې دا کنفرانس د اسلام له نوم او اسلامي شعائرو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره د پاکستان د شومو پلانونو او نقشو د عملي کولو یوه هڅه ده. په ډاډه زړه ویلای شو چې دا کنفرانس د هغو پروژو یوه برخه ده چې د پاکستان په وړاندې د منفي تبلیغاتو د خنثی کولو لپاره ځانګړې شوې ده، اسلامي او شرعي ظاهري بڼه یې یوازې د خلکو د اغېزمنولو لپاره یوه دوکه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version