برېتانوۍ ورځپاڼې «ټېلېګراف» په یوه نوي تحقیقي راپور کې ویلي، چې پاکستان له نا‌امنیو، سیاسي اړو دوړ او بې کراریو سره جوخت، اوس‌مهال په نړۍواله کچه د اپینو په «نوې پلازمېنه» بدل شوی دی. دې ورځپاڼې د خپل دغه تحقیقې راپور د چمتو کولو په جریان کې موندلې چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې په دې وروستیو کلونو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي او اوس دغه هېواد په نړۍواله کچه د افغانستان (چې یو وخت پکې تر ټولو ډېر تاریاک کرل کېدل) ځای نیولی دی.

د ورځپانې په خبره، پاکستان چې اوس‌مهال له سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي بې ثباتۍ کړېږي، تر بل هر څه د خلکو او نړۍ توجه دې برخو ته ده، خو د اپینو کاروبار، کښت او تولید پکې دومره لوړې کچې ته رسېدلی چې اوس یې دا هېواد په نړۍواله کچه د اپینو په پلازمېنه بدل کړی دی. د ورځپاڼې په خبره، سږ کال هم د دغه هېواد په بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې په پراخو ځمکو کې تاریاک کرل شوي دي.

بل لور ته په بهر کې مېشت پاکستاني سیاستوال، خبریالان او پخواني پوځي جنرالان د پاکستان اوسنی حکومت، پوځ او استخبارات د تاریاکو او اپینو په اوسني تجارت، کښت او کاروبار کې مستقیم ښکېل بولي او ټينګار کوي چې د هېواد مشران یې چې له وړاندې په فسادونو کې ډوب دي، د اپینو او تاریاکو په پراخ کښت سره یې ځانونو ته د جرمي اقتصاد مهمې زېرمې جوړې کړې دي. دوی خبرداری ورکوي چې که د دې پدیدې مخه و نه نیول شي، دا هېواد به له نوي ناورین سره مخ کړي او په میلیونو پاکستاني وګړي به په نشو روږدي او دغه راز سیمې او نړۍ ته به ګواښ پېښ شي.

پاکستاني حکومت، پوځ او سیاسیون یې چې د خپلو ناسمو پرېکړو له کبله یې پاکستان له سختو ننګونو سره مخ کړی، د تاریاکو او اپینو په پلازمېنې د دغه هېواد په بدلولو سره به ځان او پاکستانیانو ته ګڼې نورې ننګونې هم را پورته کړي. په پاکستان کې روان وضعیت به لا پسې ترینګلی کړي، د جرمي اقتصاد بډاینې ته به لار هواره کړي او د میلیونونو هغو پاکستاني وګړو ژوند به اغېزمن کړي چې هلته له بې کارۍ رنځېږي. دغه راز دا پدیده به د سیمې او نړۍ امنیت هم وګواښي، ځکه چې داعش ډله چې اوس د دغه هېواد په ډېرو برخو کې فعاله ده او هلته مرکزونه لري، له دې لارې به ډېرې پیسې ترلاسه کړي چې ورسره به سیمه‌ییز او نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

تېرې دوې لسیزې په افغانستان کې د امریکا حضور او د پرځېدلي جمهوریت د فساد او چارواکو د ملاتړ له کبله د افغانستان په پراخو سیمو کې تاریاک کرل کېدل، چې اوس یې د نوي افغان حکومت په راتګ سره په هر ډول کښت او کاروبار سخت بندیز لګېدلی او دا پدیده پکې صفر کچې ته راټيته شوې ده. خو اوس‌مهال پاکستان د نړۍ په داسې هېواد اوښتی چې له یوې خوا یې سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښ کړي، خو له بلې خوا به د اپینو دا پراخ کاروبار وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په پاکستان کې په دومره لویه کچه د تاریاکو او اپینو کاروبار خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې که د دې پدیدې مخه و نه نیول شي، سیمه به لا پسې بې ثباته او د پاکستاني وګړو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي او ډېر پاکستانیان به په نشو روږدي کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version