د افغانستان ملي دفاع وزارت، پاکستاني رژيم له لوري د هېواد په پکتيکا او ننګرهار ولایتونو کې د بېګناه وګړو په کورونو بېګاني بمبارد ته په غبرګون کې ويلي، چې په مناسب وخت کې به له پاکستاني رژيم سره حساب وشي.

دفاع وزارت ‏پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت بللی او زياتوي، چې دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت همدا راز ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد د حريم او ولس ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤليت بولي او هېچاته‌ د دې کار اجازه نه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version