پخواني پاکستاني پوځي افسر، عادل راجا له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو د نیول کېدو او پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو ته په اشارې ویلي، دا هر څه د ذهني ناروغ عاصم منیر د «چټل» ذهن محصول دی.

دې پخواني پاکستاني پوځي افسر زیاته کړې، د دې پر ځای چې د پاکستان حاکم رژیم افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو پر نیول کېدو د شرم احساس وکړي، پر معصومو افغانانو یې بریدونه وکړل.

عادل راجا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستاني رژیم د وسلو تر نیول کېدو وروسته، د شرمېدو پر ځای پر افغانستان بمباري پیل کړه، چې له امله یې د مدرسې معصوم ماشومان، په جومات کې لمونځ کوونکي او حتی د قرآن‌کریم نسخې شهیدانې شوې.»

نوموړي زیاته کړې، چې پر ننګرهار او پکتیکا د شویو بریدونو تر ځواب وروسته به د پاکستان پوځي رژیم وایي، چې افغانستان زمونږ دښمن دی؛ خو په خبره یې تر کومه به د پاکستان خلک د دې ذهني ناروغ (عاصم منیر) لېونتوب زغمي؟

ځواب پریږدئ

Exit mobile version