له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د خپلې استخباراتي څانګې د معلوماتو له مخې، بنو کې د پولیسو پر افسر ریحان په نښه او وژلی دی.

ویل شوي، یاد پولیس افسر د پولیسو په لیکو له غړیتوب سربېره د پاکستان د استخباراتي ادارې غړیتوب هم درلود.

له بل لوري، د پاکستان حکومت رسمي سرچینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې، ده چې پاکستاني طالبانو وړمه ورځ د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې هم پر پولیسو او استخباراتي کامندانو بریدونه کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version