د ملګرو ملتونو امنیت شوری د رايو په اکثریت پرېکړه کړې، چې په لبنان کې د سوله‌ساتو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر میاشتې تر پایه وغځوي.

د راپورونو له‌مخې، یادې شوری په یوه پرېکړه‌لیک کې له صهیونیستي رژیم څخه غوښتي چې د لبنان له جنوب څخه شاتګ وکړي.

امنیت شوری همداراز د لبنان له دفاع وزارت څخه غوښتي چې په هغو سیمو کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې صهیونیستي پوځیانو ترې شاتګ کړی.

د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژیم او حزب‌الله ډلې ترمنځ له اوربند وروسته د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو زرګونه سوله‌ساتي ځای‌پرځای شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version