ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې پاکستاني طالبانو نن (شنبه) مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو غلچکی برید کړی.

د سرچینو په وینا، دې برید کې د پوځي رژیم د استخباراتي ادارې (آی‌اېس‌آی) مهم کارمند، «دلنواز» او ګڼ شمېر نور پولیس هلاک شوي دي.

هندوکش‌غږ ته د رسېدلو انځورونو له مخې پاکستاني طالبانو د کمین په پای کې د پاکستاني رژیم د عسکرو موټرو ته اور اچولی او د هغوی وسلې او مهمات یې له ځانه سره وړي دي.

د ویلو ده چې پاکستاني طالبانو له تېرې ورځې راهیسې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د پوځي رژیم لسګونه عسکر هلاک او ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version