شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو تېره ورځ مازدیګر مهال جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځي رژیم ۱۰ عسکر هلاک او درې نور ټپیان کړي دي.له سیمې ځایي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې د پاکستان پوځي رژیم عسکرو ته دغه مرګژوبله د جنوبي وزیرستان په «زرملینه» سیمه کې اوښتې.سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني طالبانو مقابل لوري ته په درنې مرګژوبلې اړولو سربېره درې امنیتي کېمرې (کوچني ډرونونه) او یو عراده پوځي موټر هم لهمنځه وړی.دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني طالبانو تازه په دوه جلا نورو بریدونو کې هم د پاکستان پوځي رژیم ۲۱ عسکر هلاک او ټپیان کړي دي.له بل لوري ځایي سرچینې له بلوچستانه وایي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکي د یاد ایالت بلېده ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز برید کړی او د پاکستاني رژیم عسکرو ته یې په درنې مرګژوبلې اړولو سربېره ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.