د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو نن له سهار راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو ۱۵ بریدونه ترسره کړي.
باوري سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په باجوړ، ټانک، خیبر، پېښور، دیر، بنو، جنوبي او شمالي وزیرستانونو او دغه راز د بلوچستان په مکران ولسوالۍ کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم ۳۵ عسکر هلاک تر ۱۱ زیات ټپیان شوي او درانه مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوه سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
