له پاکستان څخه سرچينو هندوکش غږ ته ویلي چې پاکستاني طالبانو يا (TTP) وسله‌والو د یولړ عملياتو په ترڅ کې د جنوبي پنجاب ډېره غازي خان ولسوالۍ د تونسې شريف سيمې په جروار کلي کې د FC د یو سرتېري او د پاکستان د پوځ یو عسکر په شمول درې تنه امنیتي کارکوونکي ژوندي نیولي او له ځانه سره بيولې‌ دي.

سرچینې وایي، درې واړه امنيتي کارکوونکي تر تښتولو وروسته ناڅرګند ځای ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د امنيتي او سياسي وضعيت د شنونکو په باور دا پېښه د پاکستان د نورو سيمو سربېره پنجاب کې هم د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د زیاتوالي یوه خطرناکه نښه او د حکومت لپاره لوی سرخوږی ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version