د پنجشېر ولايت مقام د معلوماتو له مخې، نړيوالو بنسټونو تېر ۱۴۰۳ لمريز کال په دغه ولايت کې د بشري مرستو او بېلابېلو پرمختيايي پروژو په تطبيق کې ۷.۶ ميليونه امريکايي ډالره مصرف کړي.
د سرچينې په خبره، د پنجشېر ولايت ځايي رهبرۍ د دغه ولايت له خلکو سره له يادو مرستو او پروژو په تطبيق خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې يادې پيسې په روغتيا، د کليو په بیا رغونه، پوهنې، زراعت، او نورو ټولنيزو پرمختګونو په خورا مؤثر ډول مصرف شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې نړيوالو بنسټونو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ميلادي کلونو لپاره پنجشېر ته ۱۴ ميليونه او ۲۸۵ زره او ۷۲۴ امريکايي ډالره بودجه په نظر کې نيولې، چې له ډلې یې ۷.۶ ميليونه تېر کال مصرف شوې او پاتې ۶.۷ ميليونه نوره به روان ۱۴۰۴ کال په بېلابېلو برخو کې ولږول شي.
په ورته مهال د پنجشېر ځايي خلکو د سرپرست حکومت هڅې پنجشېر ته د نړيوالو مرستو او نورو پروژو په راوړلو کې ستايلي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې خورا مهمې ګڼلې دي.