«اتحاد المجاهدین پاکستان» سازمان ویلي، چې وسلهوالو یې د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان او خیبر ولسوالیو کې پر پاکستاني عسکرو تازه ۲ بریدونه ترسره کړي.
د یاد سازمان د خبرپاڼې له مخې دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور پاکستاني عسکر هلاک شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.
د یادونې ده، چې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي او د دغه ایالت ګڼې مهمې سیمې د پاکستاني طالبانو لاسته لوېدلې دي.
