له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ استخباراتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حبیب زاده په نوم د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې کارمند وژلی.

سرچینې زیاته کړې، چې پر یاد استخباراتي کارمند برید د خيبر پښتونخوا د کوز دیر ولسوالۍ په شوه کلي کې ترسره شوی.

ویل شوي، چې وژل شوی کس د پاکستاني طالبانو د یوه قومندان په ترور کې ښکېل و او له ډېرې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو تر څار لاندې و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version