هندوکش غږ ته سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ د محمد اسحق په نوم د پاکستان د پوځ يو عسکر چې د ګلګت بلتستان ايالت د ګانچي ولسوالۍ اوسېدونکی و، وژلی دی.
سرچينه وايي، ياد عسکر د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ په واڼه سيمه کې د پاکستاني طالبانو لخوا د سنايپر په مټ په نښه او له منځه وړل شوی.
ياده دې وي، چې پاکستاني طالبان په دې وروستيو کې د جګړې له نويو تکتيکونو په استفادې د پاکستان امنيتي ادارو ته ګڼ شمېر تلفات اړوي.