د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د شمالي وزيرستان ولایت په ګړیوم ولسوالۍ کې د طالبانو او پوځ ترمنځ پرونۍ پېښه شوې جګړه د دوی په بريا پای ته رسېدلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ په یاده جګړه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول، همداراز د دیوانه او ترابي په نوم د پاکستاني طالبانو دوه غړو هم په دغه جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ځواکونه یې په بشپړ ډول خوندي پاتې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version