بهرنیو رسنیو د پاناما ولسمشر په حواله راپور ورکړی، چې ۱۱۹ کډوال له امریکا څخه دغه هېواد ته استول شوي دي.

د اسوشيټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د پاناما ولسمشر جوزراوول مولینو زیاته کړې، چې دا کډوال افغانان، پاکستانیان او ازبکستانیان دي او له دې وروسته به خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.

د هغه په وینا، ۳۶۰ تنه نور ناقانونه کډوال به هم په دوو الوتنو کې له امریکا څخه دغه هیواد ته ولېږدول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version