د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د صدې تحصیل په مناتو کلي کې د کمین په ډول د پوځ پر یوه کاروان بريد کړی چې په پايله کې یې ۸ پوځیان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په برید کې د پوځ دوه موټر په بشپړ ډول تخريب شوي او څلورو نورو ته هم زیان اوښتی دی.

د سرچينې په خبره، پاکستاني طالبانو له پوځیانو څخه دوه جي‌تري ټوپکونه، یو کلاشنکوف او یو دوربين ترلاسه کړي او له سيمې څخه په خوندي ډول وتلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version