د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یوه ماشومه یتیمه انجلۍ له کورني بند څخه ازاده کړې ده.

د ښاغلي قانع په وینا، یاده انجلۍ له څو کالو راهیسې د خپلوانو له خوا په کور کې په ځنځیرونو تړل شوې او له سخت رواني او فزیکي حالت سره مخ وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې قضیې په تړاو د انجلۍ یو میرنی ورور نیول شوی او په دې اړه نورې څېړنې دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version