له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ سرچینې وایي، څو شېبې وړاندې پاکستاني طالبانو د سوات ولسوالۍ په «غریزه» سیمه کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د چاپې هڅه شنډه کړې او درې تنه یې ترې ژوندي نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د پاکستان ځانګړي اېساېسجي کومانډویي ځواکونه دا مهال له سیمې د تېښتې په هڅه کې دي؛ خو د پاکستاني طالبانو تر جدي تعقیب لاندې دي.
د سرچینې په خبره په دې جګړه کې تر دې مهال څلور پاکستاني کومانډویان وژل شوي، درې تنه یې ټپیان او چاپه یې په بشپړه توګه ناکامه شوې ده.
پاکستاني طالبانو همداراز له یادو وژل شويو کومانډویي پوځیانو دوه ميله کلاشينکوفونه نیولي او دا مهال د وژل شویو پوځیانو جسدونه هم ورسره دي.