د پاکستاني طالبانو غورځنګ له رسنیز ادرس څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې د بنو ولسوالۍ په جاني‌خېل سیمه کې د قومي مشر ملک شادي‌خېل پر موټر د ډزو په پېښه کې د دې غورځنګ وسله‌وال لاس نه‌لري.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له‌مخې نن له غرمې وړاندې د بنو ولسوالۍ په جانیخېل سیمه کې د قومي مشر ملک شادي‌خېل پر موټر نامعلومه وسله‌والو برید وکړ چې په ترڅ کې یې د ملک‌ ‌شادي خېل په ګډون موټر کې ناست څلور کسان و وژل شول.

پاکستاني طالبانو غورځنګ د یاد برید پړه د پاکستان پر څارګرو ادارو اچولې او ویلي یې دي چې دا او دې ورته نورې پېښې د پاکستان جاسوسي ادارې د دوی د بدنامولو لپاره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version